د امر بالمعروف سرپرست وزیر وايي، له نړیوالو فشارونو سره، سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېرېږي او تر څنګ يې په نړیوالو هم غږ وکړ چې نور دې د دوی په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د کندهار مسئولین وایي، پاکستان په کندهار کې له سېلابځپلو کورنیو سره د ۱۱ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په غزني کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ځايي چارواکي وايي، دوی په دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لړۍ پيل کړه.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه او د نيول شوي سیمه ییز خبریال کورنۍ وایي، پنځه ورځې مخکې امنیتي ځواکونو په اروزګان کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال نیولی دی.
د فراه د امنيې قوماندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت په قلغهکاوه ولسوالۍ کې یوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپل تره وژلی دی.
د پکتيا ولايت د جانيخېلو اوسېدونکي وايي، په تېر حکومت کې په دې ولسوالۍ کې ځينې پروژې پيل شوې وې خو چارې يې نيمګړې پاتې دي چې بايد بشپړې شي.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، که څه هم د پخوا په پرتله سوداګري ۳۵ سلنه کمه شوې، خو د روڼتیا په رامنځته کولو سره د دغه ولایت د ګمرک د عوایدو کچه لوړه شوې ده.
امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت د معروف ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو سیمو کې د ۷۵۰۰ پسونو او سېرلیانو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د فراه امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په خاکسفيد ولسوالۍ کې د دوو قبیلو ترمنځ شخړه شوې چې يو تن په کې وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه یې پرون او نن ۱۱۷ بندیان خوشې کړي دي.
کابل ښاروالي د تنظیف برخه کې د پرسونل کمښت یوه اساسي ستونزه بولي او له ښاريانو يې وغوښت چې د اختر په ورځو کې، د قربانيو کثافات په کثافت دانیو کې واچوي او مالداران دې خپل څاروي په ګنج کې وپلوري.
د تورخم کمیسارۍ مسوولین وایي چې د تورخم دروازه تر نامعلومې نېټې پورې د هغو افغانانو پر مخ خلاصه شوه چې غوښتل يې د تذکرې له مخې هېواد ته راستانه شي.