ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دروازه په پاکستان کې د ایسار افغانانو پر مخ پرانيستل شوه

د تورخم دروازه په پاکستان کې د ایسار افغانانو پر مخ پرانيستل شوه

author avatar
4 Jul 2022 - 17:41
د تورخم دروازه په پاکستان کې د ایسار افغانانو پر مخ پرانيستل شوه
author avatar
4 Jul 2022 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د تورخم کمیسارۍ مسوولین وایي چې د تورخم دروازه تر نامعلومې نېټې پورې د هغو افغانانو پر مخ خلاصه شوه چې غوښتل يې د تذکرې له مخې هېواد ته راستانه شي.

خو افغان مسافر لا هم د دروازې هغې غاړې ته د پاکستاني نظاميانو له ناسم چلنده شکايت کوي.

د تورخم کمیسار مفتي سید غازي‌الله هاشمي وایي،  پاکستان لوري ته د بند پاتې افغانانو ستونزه هواره شوې او کولای شي چې په تذکره له ډيورنډ فرضي کرښې راتېر شي.

کمیسار وایي، له پاکستاني لوري سره دې پايلې ته رسېدلي چې بند پاتې افغانانو ته اجازه ورکړي او په خبره یې ټاکلې نېټه نه ده معلومه چې تر کله به دا کار دوام وکړي.

د هاشمي په خبره، له ډېرو هڅو وروسته پاکستاني مسوولينو افغانانو ته په تذکره باندې هېواد ته د بېرته راتګ اجازه ورکړې ده.

خو هغه مسافر چې له تورخم دروازې تازه هېواد ته راستانه شوي، د پاکستاني نظاميانو له ناسم چلنده شکايت کوي.

نسيم‌جان شينواري چې تازه له تورخم دروازې هېواد ته راستون شوی، پژواک ته وويل چې پاکستاني نظاميان د تګ راتګ پر مهال افغان مسافر په تکليفوي او مجبوروي يې چې پيسې ورکړي.

يو بل مسافر سيداحمد هم شکايت کوي چې له تورخم دروازې هغې غاړې پاکستاني ملېشه افغانانو ته ډول- ډول ستونزې جوړوي او له ګڼو مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.

د يادونې ده، له څه مودې را پدېخوا پاکستاني چارواکو هغو افغانانو ته پر تذکرو د را اوښتو اجازه نه ورکوله چې د بېلابېلو اړتیاوو له امله کوزې پښتونخوا او د پاکستان نورو ښارونو ته تللي وو.

Visits: 280

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.