د بغلان د پوهنې او روزنې ریاست مسوولینو په یوه ګډه ناسته کې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په پار د خپلې یوې ورځې معاش د ورکولو پرېکړه وکړه.
له هلمند څخه درې تنه کارګران د نورو ۶۰۰ تنو په استازيتوب کابل ته پلي روان شوي ترڅو له رییس الوزراء او يا مرستیالانو سره یې وګوري او له هغوی څخه د کار غوښتنه وکړي.
په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شپېته کلنه دښمني چې پنځه کسان په کې له دواړو کورنیو وژل شوي وو، د قومي جرګې په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، په دغه ولايت کې د ځايي رسنيو د پايښت او د هغوی د اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې له نړيوالو مرستندويه ادارو سره خبرې کړې دي.
د هلمند حکومتي مسوولين وايي، د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې، هلمند سیند کې د لامبو پر مهال درې کسان اوبو ډوب کړي چې مړي یې موندل شوي دي.
بريتانيا د دې ترڅنګ چې وايي، هغه پنځه بريتانوي وګړي چې په افغانستان کې نيول شوي وو، راخوشي شوي دي؛ په دې برخه کې يې د افغانستان د حکومت هرکلی کړی دی.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، په خواجه بغرا سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.
د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د کورنیو چارو له سرپرست وزير غوښتي چې د ترمذ- مزارشریف- کابل- پېښور د رېل پټلۍ د طرحې پلي کېدا لپاره د امنیت په ټینګښت کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو مسوولين وايي، د دغه ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې د پولیسو اکاډمۍ لپاره د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژه پيل شوه.
د کاناډا حکومت وايي، هېواد ته یې ۳۱۳ تنه نور هغه افغانان تازه رسېدلي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ادارو سره همکاري درلوده.
د کندهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په معروف او ریګستان ولسوالیو کې يې د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د پکتيکا امنيتي مسوولين وایي، څلور تنه هغه غله یې نيولي چې تېره ورځ یې په سروضه ولسوالۍ کې له يوه سوداګر څخه څه باندې نهه میلیون کلدارې غلا کړې وې.