د زابل د کرونا شل بستریز روغتون چې د امکاناتو او مالي ملاتړ له امله یې چارې ټکنۍ شوې وې، د مالي ملاتړ کوونکي تر موندلو وروسته به یې چارې په عادي ډول مخته وړل کېږي.
د پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستۍ ختمولو لپاره د یوه نوي پروګرام چې پر بنسټ به یې د سواد زدهکړې کورسونه دوه برابره شي، خبر ورکوي؛ خو وایي، د دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د دغه ولایت د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت اجرائیه رئیس وايي، دا چې په افغانستان کې پوره امنیت تامین دی، نو دوی کولی شي د دې پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.
د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال له جمعیت اصلاح څخه غوښتي چې د عامه ذهنیت د تنویر، تعلیمي پراختیا او اجتماعي رفاه لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په دویمه یوه ورځنۍ سیالۍ کې د ۸ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۶۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د پنجشېر ځیني اوسېدونکي په دغه ولايت کې د لسګونو کسانو له نيول کېدو شکايت لري او د پنجشېر د والي وياند د يو شمېر کسانو د نيول کېدو په تاييد سره وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
د افغانستان د روغتیایي محصولاتو او د درملو صنعت متشبثینو ټولنې د افغانستان په بازارونو کې د درملو ختمېدو اوازې یوه شایعه بولي او وايي، افغانستان د تېر په څېر د درملو له کمښت سره نه مخ کېږي.
د افغانستان د څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو د هوايي چلند امنیت قرارداد د متحده عرب امارات ګاک کمپنۍ سره لاسليک شو.
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د احاطې دېوال او د ترمیم چارې نن پيل شوې.
که څه هم افغان سوداګرو وخت په وخت له پاکستاني لوري غوښتي چې د افغان سوداګرۍ په وړاندې دې ستونزې نه جوړوي او د سوداګرۍ په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځ ته کړي خو سوداګر وایي، پاکستان اکثره وخت بیا هم د افغان سوداګرو په وړاندې ستونزې جوړوي.