له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په جلالاباد ښار کې د يوې پاکستانۍ ډاکټرې شخصي کتنځای د قانوني اسنادو نه لرلو له امله تړل شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې غزه کې د اوربند په اړه د خبرو د دوام خبر ورکړی چې د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي الوتکو پر غزه ۳۰ ځله بمبار کړی دی
راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، باجوړ او وزیرستان کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د پولیسو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې امو نهنګان لوبډلې د بُسټ ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي خپل له تاجکستاني سيال آیتالله مومینوف سره سیالي کوي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د کاني ډبرو لومړۍ محموله چې ۱۲ لارۍ ډبرې دي، د چابهار بندر له لارې چین ته صادره شوه.
راپورونه وایي چې په اروپایي هېواد سویډن کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ د خطرناکې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان د پېښې عامل نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته ولېږل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې ایراني پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اوبو رسونې او د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې د شیدو ورکوونکو غواګانو په ۷۳ فارمونو کې هره ورځ ۳۲ ټنه شيدي توليدېږي چې کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو ته هم صادرېږي.
تېره اونۍ، نړۍوالو ادارو وویل چې په څه کم پنځو کلونو کې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي او افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره ګواښ دی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې بېځایه وبللې او ایران کې د یوه افغان کډوال د شکنجې ویډیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP