تېره اونۍ، لوړپوړو افغان چارواکو درېیو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د امربالمعروف قانون په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، اوایسي د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د ا.ا پر پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه وکړه او اروپایي ټولنې او جاپان له افغانستان سره ۲۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن د ایمرجنګ اسیاجام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې د لوبغاړو او ۱۹ کلنو د کمعمره ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړل.
د لوګر ټولګټو ریاست وایي چې د دغه ولایت له مرکز پلعلم ښار څخه د پکتیا تر تېرې کوتل پورې د ۳۶ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.
د کندهار ځايي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په سپينبولدک ولسوالي کې د جانمحمد په نوم یوه کس د چړې په واسطه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې یې ده.
د ملي دفاع وزارت چارواکي د پاکستان د لومړي وزیر تازه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه دي، ردوي او وايي چې ټيټيپي په پاکستان کې «ښکاره» مرکزونه او تر خپل واک لاندې سیمې لري او عملیات له هغه ځایه تنظیموي.
ملي دفاع وزارت تېر کال د نورو فعالیتونو ترڅنګ په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي په موخه ۶۷ کنډکونه چې ۳۷ کمپونه، ۱۰۸ بېزونه او ۱۰۶۷ پوستې په کې شاملېږي، ځای پر ځای کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغه ولایت په «قشقه» دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع تعقیب کړي.
تېره اونۍ، متحده عربي اماراتو او قزاقستان، افغان سفیران ومنل، افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز ولګول شو، م.م وویل، د ا.ا بندیزونو ښځې اغېزمنې کړې خو افغان چارواکو وویل چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال وایي چې په افغانستان کې د روغتیا برخه کې د نړۍوالو سازمانونو خدمات نیمګړي او غیرمعیاري دي.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکي او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې او زیاتوي چې یوازې د خوارځواکۍ له امله تر دې مهاله ۳۰ ماشومان مړه شوي دي.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
تېره اونۍ، د ازبکستان، اذربایجان او ایران پلاوي کابل ته راغلل، ا.ا ټینګار وکړ چې د پاکستان د الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض څېړي، یونسکو وویل چې ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP