د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د روسیې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د «کلتوري اتحاد» په ناسته کې ویلي، افغانستان کې د کلتوري میراثونو او تاریخي ځایونو بیارغونې او امنیت ته پام شوی او د قاچاق او غیرقانوني کېندنو مخه یې نیول شوې.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د يو سوداګر په ۳۰ ميليون افغانۍ پانګونه د چرګوړو او هګيو د تولید يو فارم جوړ شو.
د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمې ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، تېره شپه وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په مومند ایجنسۍ سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی.
د پاکستان په اسلاماباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوید ځدراڼ د بدن د ښي اړخ پوښتیو برخه کې د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی.
د کېنیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په نیري ښار کې یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، کابل ښار کې وروستی برید غندلی او ترهګري یې په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت پر وړاندې «تر ټولو جدي ګواښ» بللی دی.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، یونیسف د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د ښوونځیو له ۷۶۰۰۰ زدهکوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د کانټیننټال جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې له ټایلنډ سره مخ کېږي.
کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنې لپاره ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي او په پام کې لري چې د دغه هېواد په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې غځولو، اوسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د چارو د پیل پر وروستیو تیاریو خبرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP