د پاکستان د لوړو زدهکړو کمېسیون وایي، د علامه محمداقبال تحصلي بورسونو په درېیم پړاو کې افغان محصلینو ته د درېیو کلونو په موده کې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې د نورستان – کونړ لویې لارې ساتنې په موخه د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې.
حزب اسلامي له پاکستان او ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي؛ د ښه ګاونډیتوب پولې دې پر دښمنۍ نه بدلوي او داسې تګلارې دې نه غوره کوي چې نفرتونه او دښمنۍ زېږوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د مدني ټولنې له ځینو فعالانو سره په افغانستان کې پر بزګرانو د اقلیم بدلون د اغېزو او د ا.ا او سیمهییزو ټولنو ترمنځ د خبرو لپاره د هڅو په اړه غږېدلی دی.
د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې یې ۱۷ ميله وسلې کشف او ترلاسه کړې او ورسره په تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.
کابل کې د میدانوردګو او غزني د موټرو اډې قلعۀحیدرخان سيمې ته لېږدول شوې دي، خو ځیني موټرچلوونکي شکایت کوي چې ډېر مسافر هلته نه ورځي؛ ځکه په پټه له پخوانیو اډو لېږدول کېږي.
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د جعل او تذویر د مخنیوي او د شفافیت رامنځته کولو په موخه د اسنادو لېږد رالېږد برېښنایي سیسټم فعال کړ.
تېره اونۍ افغانستان د «یو کمربند یوه لار» پروژه کې د شاملېدو غوښتنه وکړه او جاپان تعامل ته د نړۍ او افغانستان پر رسېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
قزاقستان د هرات له زلزلهځپلو سره د بشري مرستو په دوام ۲۷ واګونه خوراکي او غیرخوراکي توکي مرسته وکړه.
د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، پاکستاني پولیسو له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړی، اسلاماباد کې د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي، خو ا.ا له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او له افغانستان سره تعامل ښه کړي.
بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د ضحاک لرغوني ښار چې د ملګرو ملتونو (یونسکو) په علمي او کلتوري سازمان کې هم ثبت دی، د بیارغولو چارې پيل شوې دي.