د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د پاکستان لوبډلې بنګلهدېش ته ماته ورکړه او نن د سریلانکا او هند ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو په پیلېدو سره تېره شپه بنګلهدېش سریلانکا ته ماته ورکړه او نن د هند او پاکستان ترمنځ مهمه او حساسه لوبه ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د سریلانکا ختیځ کي د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو په موخه نن په خوست ولایت کې د کرکټ سیالي ترسره کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې او د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه د مرګژوبلې پېښه نه ده ثبت شوې خو په کونړ او ننګرهار کې یې مالي زیانونه اړولي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي
د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناهغوښتونکي یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې لېږلي دي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې ده.
د انګلیستان «ايسېکس» نړۍوال پوهنتون د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړي وليمحمد نوري ته د هغه ورزشي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ته د درناوي په پار افتخاري دوکتورا ورکړې ده.
.د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي سرزرو کان د لومړي بلاک کیندنې او پروسس چارې پیل شوې
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زدهکړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې دغه هېواد باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي.
د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د سیاسي سلا مشورو درې اړخیزه ناسته کې چې په کابل کې ترسره شوه، د دغو هېوادو ترمنځ د قوي اړیکو پر رامنځته کېدو، سیمهییز ثباب، اقتصادي نښلونې او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP