د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په کابل کې یې نږدې زرو راستنو او بېځایه شوو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
په قرغيزستان کې د اسلامي امارت سفیر د هند له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییز اتصال، بشري مرستو او د دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو تعاملاتو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له افغانستانه اوزبېکستان ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا او اسانتیا په موخه یې د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
جوزجان کې سیمهییزو سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د خلکو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو ته د بازارموندنې په موخه نندارتون پرانیستل شو.
د تاتارستان ولسمشر په روسیه کې د اسلامي امارت له سفیر سره په لیدنه کې له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد یې کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.
د افغانستان د کرکټ الف «افغان ابدالیانو» لوبډلې په دویمه شلاوریزه تمریني لوبه کې د قطر ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او نن ورسره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.
د ټولګټو وزارت وايي چې د درې میلیون افغانیو په لګښت د کندوز – تخار لویې لارې د بیارغولو چارې پیل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان او عراق هېوادونو له زندانونو څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ نږدې ۱۵ زره افغان کډوالو په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او د لېږد د لګښت په ګډون څه باندې ۴۵ میلیون افغانۍ مرسته هم ورسره شوې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان پر وړاندې له بریا وروسته نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د ایران د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۹ کلنه دښمني چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي وو، د ځايي چارواکو په منځګړيتوب پای ته ورسېده. يادې کورنۍ د ځاځي ميدان ولسوالۍ د جبهې او باک ولسوالۍ د توتاک سيمې اوسېدونکې دي.