د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان شوی چې له مخې یې، د افغانستان الف لوبډله (افغان ابدالیان) خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۵مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په خوست کې له خبریالانو سره یوه ناسته کې ویلي، رسنۍ باید تل د ملي ګټو او لوړو مصالحو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړی چې د ا.ا د شرعي اصولو مطابق به تل له رسنیو سره همکار پاتې شي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان د یوه کس د قتل او د دوو ښځو په ګډون درې کسان د غلا په تور نیولي دي.
د عدلیې وزارت وایي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په درېیو کلونو کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر څېړنې لاندې نیولې چې په پایله کې یې نهه ښارګوټي په بشپړ ډول امارتي (دولتي) تثبیت شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم د اوبو حوض ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی
قرغیزستان کې د چین سفیرې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سرپرست سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.
د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ د ویاندې او متحده ایالتونو د ولسمشر دفتر ته نږدې ځینو دفترونو ته د خبریالانو پر ورتګ محدودیت لګول شوی دی.
د غزني د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې د دغه ولایت په ګیرو او واغظ ولسوالیو کې د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره کوي
افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو تازه کولو په اړه ناسته کړې ده
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې تېره ورځ له پاکستانه د سپینبولدک له لارې تر درېیو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه لګېدلي او