ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران په اصفحان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي خو بلخوا امریکايي رسنۍ وايي چې اسرائیل پر ایران برید کړی دی.
کونړ کې ځايي مسوولین او خلک وايي چې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی خو هلته د هغوی لپاره هیڅ ډول اسانتیا نشته چې حکومت او سوداګر باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تاجکستان اوسېدونکو لپاره ترکیې ته د سفر ویزې معافیت د دغه هېواد د ریاست جمهوري فرمان په صادرېدو لغوه شو.
ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټه وایي، د ازبکستان په کوربهتوب د هاشي هارا کراټې ترسره کېدونکو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پنځه کسان د ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې هټیو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوندو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په لوحو، لیکدړو او تابلوګانو کې د بهرنیو ژبو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي.
د هلمند ولایت په مرکز کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کېک بکسېنګ شپږ ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدانوردګو او هلمند ولایتونو له نږدې درېیو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې پر یوه کس له خپل موټر څخه ډبره لوېدلې او مړ شوی دی.
ناپېژاندو وسلهوالو د خوست په موسیخېلو ولسوالۍ کې د سعید ارمان په نوم یو ځوان وژلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوا له لارې ټرانزیټ پیلېږي.
ستره محکمه وایي، د کابل ښار لومړۍ محکمې د څلورم زون د جزا ديوان په حکم دوه کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.