د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ریيسالوزرا د لارښوونې پر بنسټ د ننګرهار ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې د تورخم له لارې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
په هرات کې د ګاز لېږدولو تولید شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول.
د کابل – جلالاباد لويې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې د ماهیپر په سیمه کې د غرښویېدنو مخنیوي لپاره دې اساسي کار وشي.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن له نیوزلینډ سره خپله څلورمه لوبه ترسره کوي.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د اسیا ملتونو جام ته له لارموندنې وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.