د افغانستان د پارا تکواندو ملي لوبډلې غړي ابراهیم دانش د چین په اسیایي لوبو کې خپل عراقي سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته يې لار ومونده.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نهمې ناحیې کارته نوشاد سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه کم یو کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د مسافرو خوندیتوب او هغوی ته د سفر معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرېکړه شوې چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر د بار لېږدولو اجازه نه لري.
مسوولین وایي چې د غزني اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له مخکني او نوي سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ریيسالوزرا د لارښوونې پر بنسټ د ننګرهار ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې د تورخم له لارې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
په هرات کې د ګاز لېږدولو تولید شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول.
د کابل – جلالاباد لويې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې د ماهیپر په سیمه کې د غرښویېدنو مخنیوي لپاره دې اساسي کار وشي.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن له نیوزلینډ سره خپله څلورمه لوبه ترسره کوي.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.