ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: جاپان کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي

حقاني: جاپان کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي

author avatar
22 Oct 2023 - 14:29
حقاني: جاپان کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي
author avatar
22 Oct 2023 - 14:29

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له مخکني او نوي سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکس‌پاڼه د پيغام په خپرولو په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او نوي سفیر تاکویوشي مورمایا سره د حقاني د لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په یاده ناسته کې ویلي: «د دواړو هېوادونو تاریخ ته په کتو جاپان د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول درلودای شي.»

ورته مهال، اوکادا هم د هرات زلزلې په اړه د همدردۍ پر څرګندولو ژمنه وکړه چې د دغه ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره به څلور میلیون ډالر راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات له زلزلې وروسته جاپان اعلان وکړ چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې غوښتنې پر بنسټ په هرات کې زلزله‌ځپلو لپاره د خېمو، کمپلو او نورو اړتیا وړ توکو برابرولو په حال کې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.