د ډاکترانو یوه اووه کسیزه ډله له کابله بادغېس ته تللې څو هلته د سترګو ناروغانو وړیا درملنه او عملیاتونه وکړي.
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره آسیا جام سیالیو په لړ کې د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ننګرهار سیمهییزمسوولین وایي چې د جلالآباد ښار مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تېر نظام یوه کارکوونکي مړی موندل شوی دی.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې چې مخکې نیمګړې پاتې وې، بېرته پيل شوې.
د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له لس تر دوولس زره بستریز خدمتونه لري، په داسې حال کې چې تر ۴۵ زره بستریزو خدمتونو پورې اړتیا ده.
هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په داسې حال کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو خبر ورکړی چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د دغه سفارت مسوولینو ویلي وو، د سیاسي ملاتړ او امکاناتو نشتوالي امله اړ دي د سفارت دروازه وتړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ازبکستان کرنې له پوهنتون سره د زدهکړو او تجربو شریکولو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې لاسي پلورونکو د ښار پلې لارې او عمومي واټونه بند کړي، مسوولین باید دغو پلورونکو ته ځانګړی ځای برابر کړي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په تېرو دوو ورځو کې له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې ۹ زره کډوالو لېږدولو خبر ورکړ.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د قطر په کوربهتوب اسیایي لوبو کې د ۱۵ هېوادونو ترمنځ څلورم مقام ترلاسه کړ.