ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
8 Dec 2023 - 11:20
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
8 Dec 2023 - 11:20

جلال‌اباد (پژواک،۱۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د جلال‌آباد ښار مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه لس بجې د دغه ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار د نهمې حوزې اړوند ثمرخيلو پله سيمه کې د يوې ترافيکې پيښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، ترافيکي پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو سراچه موټر د سړک د یوه پولچک له دېوال سره ولګېد.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پېښه کې دوه کسان ځای پرځای مړه شوي او يو بل سخت ټپي شوی دی.

هغه وايي چې د پېښې ځای ته امنيتي مسوولين پر وخت رسېدلي او مړي او ټپي يې روغتون ته لېږدولي دي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.