ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف یو شمېر ښاریان عمومي واټونو کې د لاسي پلورونکو له شتونه شکایت کوي

د مزارشریف یو شمېر ښاریان عمومي واټونو کې د لاسي پلورونکو له شتونه شکایت کوي

author avatar
23 Nov 2023 - 11:33
د مزارشریف یو شمېر ښاریان عمومي واټونو کې د لاسي پلورونکو له شتونه شکایت کوي
author avatar
23 Nov 2023 - 11:33

مزارشریف (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې لاسي پلورونکو د ښار پلې لارې او عمومي واټونه بند کړي، مسوولین باید دغو پلورونکو ته ځانګړی ځای برابر کړي.

هغوی زیاتوي چې د مزارشریف ښار او په ځانګړې توګه روضې ته څېرمه د پلې لارو او عمومي واټونو کې د لاسي پلورونکو شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي اوهم یې ښاري نظم له منځه وړی دی.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی قیوم‌الله پژواک خبري اژانس ته وایي، د مزارشریف ښار پلې لارو او واټونو کې لاسي پلورونکو شمېر ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دی او خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاتوي: «پلې لارې د خلکو تګ راتګ لپاره جوړې شوې، نه دا چې لاسي پلورونکي له اجازه پرته په کې خپل توکي وپلوري او خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي.»

قیوم‌الله له حکومتي مسوولینو غواړي چې دغه پلورونکو ته مناسب ځای وټاکي.

د دغه ښار بل اوسېدونکی بسم‌الله وایي چې لاسي پلورونکو د پلې لارو په دوو خواوو کې توکي پلوري او خلک په سختۍ له دغو لارو تګ راتګ کوي.

هغه زیاتوي چې د دې ستونزې له امله خلک اړ دي چې عمومي سړکونو او واټونو باندې تګ راتک وکړي او کله ناکله د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو او ګڼه‌ګوڼې لامل هم کېږي.

نوموړی د مزارشریف پر ښاروالۍ نیوکه کوي او وایي چې ښاروالۍ باید لاسي پلورونکو ته یو مناسب ځای برابرکړي.

د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی نصیراحمد هم ورته څرګندونې کوي او وایي، د روضې شاوخوا کې د لاسي پلورونکو له لوري پلې لارې او واټونه بند شوي او خلک ته یې تګ راتګ ستونزمن کړی.

هغه وایي: «ښه کار به وشي، چې ښاروالۍ دوی ته یو مناسب ځای برابر کړي؛ ځکه په دغه پلې لارو کې دوی ستونزې جوړې کړي او ډېری وخت ښځې او نارینه د تګ راتګ پر مهال له یو بل سره ټکر کوي.»

په همدې حال د روضې شمال لوري ته یو لاسي پلورونکی علي‌احمد بیا وایي، دوی د بې‌وزلۍ او خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو له امله اړ دي چې په پلې لارو او واټونو کې توکي وپلوري.

هغه زیاتوي: «د خلکو اقتصاد خراب دی، سرمایه نه لري چې دوکان جوړ کړي؛ ځکه خو اړ دي د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په لارې او سړکونو کې توکي وپلوري.»

بلخوا د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې لاسي پلورونکو ته به مناسب ځای برابر کړي.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې د ښاري نظم راوستو په موخه یې ادارې جلسې ته یوه طرحه وړاندې کړې، تصویب شوې او له مخې به یې ټول هغه لاسي پلورونکي چې په پلې لارو او واټونو کې توکي پلوري ثبت کړي او مناسب ځای ته به یې ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ښاروالۍ د مزارشریف منډۍ او د روضې شاوخوا سیمې د لاسي پلورونکو له شتونه پاکې کړې وې، خو د وخت په تېرېدو لاسي پلورونکو بېرته دغه ځایونه ونیول.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.