Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هلمند ولایت کې د ۱۴۰۵ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د خوست ولايت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۶۱۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو سربند او کانال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وایي، غواړي د بشري مرستو څخه د پراختیایې پروژو د تطبیق په لور ګام واخلي.
د غزني پوهنې ریاست مسولین وایې، د اسلامي زده کړو امریت اړوند دیني مدرسو خالي بستونو د ډکولو په موخه له ١٠٣ ښځینه ښوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د لسمې ناحیې اړندو ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې.
د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وایي چې حکمتیار ته یې د مشرانو په لارښوونه څلور اونۍ وخت ورکړی چې کور تخلیه کړي.
د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د چکاب په سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی دی.
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه.
پاکستاني چارواکي وايي، د چین شرکتونو په خیبر پښتونخوا کې پر دوو برېښنا بندونو د کار د درولو اعلان کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په امریکا کې د «هيون کپيټل ګروپ» مشر افغان پانګه وال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
د هېواد په شمالي څلور ولایتونو بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان کې د ترافیک پولیسو لوی ریاست له لوري د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه.
د څه باندې ۵۳ ميليون ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون لاسلیک شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP