ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
د راپورونو له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په ښار کې د ډېرې ګڼېګوڼې او بېنظمۍ له امله نه شي کولای خپلو ورځنیو چارو ته سمه رسېدنه وکړي.
د بغلان د اوو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له پلخمري ښار سره د ولسوالیو نښلوونکې لارې خرابې دي او ان ځيني وخت بېړني ناروغان یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنگ رياست لخوا نن د لسګونه حافظانو تر منځ د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بېځایه شوو ښځو، نارینهوو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي چې افغان کډوال به له اسلامي امارت سره د یوې ګډې طرحې له مخې په تدریجي او ابرومندانه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (سهشنبه) د میانمار له لوبډلې سره لوبه کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP