Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د اوو ولسوالیو اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي

پلخمري (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): د بغلان د اوو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له پلخمري ښار سره د ولسوالیو نښلوونکې لارې خرابې دي او ان ځيني وخت بېړني ناروغان یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معلوماتو له مخې، د بغلان ولایت له مرکز پلخمري ښار سره د تاله‌برفک، دهنه‌غوري، فرینګ، خوست، جلګې، ګذرګاه‌‌نور او پل‌حصار ولسوالیو نښلوونکې لارې چې د وارورې ورښت او سېلابونو له امله خرابې شوې، بېرته نه دي رغول شوې.

د خوست ولسوالۍ اوسېدونکي قومي مشر امین‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوست، ګذرګاه‌نور، فرینګ او جلګې ولسوالیو د اوسېدونکو اساسي ستونزه دغو ولسوالیو ته غځېدلی خراب شوی سړک دی چې له امله یې په دغو ولسوالیو کې مېشت شاوخوا ۳۰۰ زره کسان له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «له خوست ولسوالۍ څخه تر نهرین ولسوالۍ لار دومره اوږده نه‌ده خو د بې‌حده خرابوالي له امله په شپږو ساعتونو کې نهرین ته رسېږو، په خوست او شاوخوا ولسوالیو کې مجهز روغتون نشته، مجبور یو ناروغان نهرین ته یوسو چې ځینې عاجل مریضان لکه ښځینه او په ځانګړې توګه د ولادت ناروغانې روغتون ته له رسېدو وړاندې په همدې خرابه لاره کې ساه ورکړي.»

دغه راز، د پل‌حصار ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب عبدال‌ محمد وویل، تر د‌ه‌صلاح ولسوالۍ د دې ولسوالۍ سړک جوړ دی خو له هغې وړاندې بیا خراب دی چې تر پلخمري ښاره یې تګ راتګ په ساعتونو ځنډیږي.

نوموړي وویل: «پل‌حصار له پنجشېر ولایت سره ګډه پوله لري، د خاواک سړک چې تېر کال د سالنګ لارې تر ټولو ښه بدیل و، خو د ډېر خرابوالي له امله هر کال ژمی اووه میاشتې بنده وي، ګنې موږ د پلخمري په پرتله پنجشېر ته لنډ یو، که هغه لاره ورغول شي له یوې خوا د سالنګ لارې ښه بدیل دی او د دې تر څنګ کولی شو خپل ناروغان په اسانۍ سره د پنجشېر ولایت د مرکز روغتونونو ته ورسوو.»

همدارنګه د دهنه‌غوري ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالاحمد وویل، پلخمري ښار ته غځېدلې لارې یې له پخوا څخه خرابې پاتې دي چې دوی ته په غټ سرخوږي بدلیږي.

نوموړي وویل: «زموږ سړکونه بی‌حده خراب دي، کله چې له ورښت وروسته سېلابونه راشي، بیا نو د شلکتو او چارماو له طرفه اوبه راشي، لارې بندې وي، هغه مهال که څوک عاجل مریض ولري ډاکټر ته نارسیده په لاره کې مري.»

ورته مهال، د بغلان د ټولګټو ریاست مسوولین هم د لرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو د لویو لارو او سړکونو د خرابوالي له امله ورپېښې ستونزې مني او زیاتوي چې پر ځینو سړکونو یې تر خپلې وسې کار کړی خو اساسي رغول یې لوړ لګښت غواړي چې اوس‌مهال د حکومت په توان کې نشته.

د یاد ریاست مالي او اداري مسوول بهیر شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تاله‌‌برفک ولسوالۍ سړک رغولو پروژه چې کار یې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ شروع شوی و، په افغانستان کې د نړۍوال بانک بیا فعالیت ته انتظار ده، خوست او خوا کې د نورو ولسوالیو سړک چې تر پایه په یوه دره کې غځېدلی، وزارت یې د سروې کولو مکتوب رالېږلی، خو ستونزه دا ده چې په اساسي شکل جوړېدو لپاره یې باید بدیل ځای غوره شي؛ ځکه د استوګنې کورونه له منځه ځي او که په اساسي شکل جوړ نه‌شي نتیجه نه ورکوي.»

هغه زیاتوي، تر دې دمه د پل‌حصار- پنجشېر تر منځ د خاواک سړک د جوړولو پلان نشته خو د دهنه‌غوري او جلګې ولسواليو د سړکونو د جوړولو په موخه د وزارت مکتوب ورغلی او ولایتي اداره هم هڅه کوي چې کار ورباندې پیل کړي.

د یادونې ده چې د بغلان له خنجان، دوشي، نهرین، مرکزي بغلان او ډنډغوري ولسوالیو پرته پاتې لس ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې پرتې دي چې ځينو ته جوړې شوې لارې هم د موسمي سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.