کابینې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي او د سيند غاړو د تخريب مخه ونيسي.
راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، «د بادام ګل هنري او کلتوري جشنواره» د دغه ولایت کلتوري او هنري ارزښتونو ته د پاملرنې په موخه ترسره شوه.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، تېرو څه کم پنځو کلونو کې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.
په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېبپاڼې په داسې حال کې بندې شوې دي چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونو ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.
د پنجشېر ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو د اوړي ټورنمنټ له پیلېدو خبر ورکوي.
د چاریکار ښاروالۍ د دغه ښار د مرکزي څلورلارې د قیراچونې چارو له پیل څخه خبر ورکوي، وايي چې پر دغه پروژه څه باندې ۴۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا له سیاسي پلوه په نړۍواله او سیمهییزه کچه مناسب ځای لري او په وینا یې چې نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د ا.ا رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د هند په سوېل کې د کرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو لپاره د یوه روغتون جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
هلمند کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات او دوو نورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.