د ا.ا د مشر په فرمان کې راغلي، که امارتي منسوب او یا مسوول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره اداء نه کړي، لومړی دې ورته توصیه وشي او د تکرار په صورت کې دې له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړل شي.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار ۲۲مه ناحیه کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي چې د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايی، په دغه ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ۱۷ غږیزو رسنیو د جوازونو لغوه کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري.
د فراه د برېښنا امریت مسوولین وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به په دغه ولایت کې د سولري برېښنا شبکه جوړه او زرګونو کورنیو ته به برېښنا ورکړل شي.
د ترافیکو عمومي ریاست وایي چې د روان کال تر پایه به په هېواد کې ترانسپورټي سیسټم منظم او ټولې ټکسيانې به په نوي رنګ کې فعالیت کوي.
د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده.
د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۶ لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ایران ته سفر کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس وايي، ټولې حکومتي ادارې مکلفې دي چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام له رسنیو سره اطلاعات پر وخت شریک کړي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پنځه کاله مخکې دغه ولایت ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی، خو لا هم ورته اساسي سړک نه دی جوړ شوی، هوټلونه نهلري او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه پهکې نه ده پلې شوې.
د ښار او کور جوړولو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې یې د ښاري پراختیا ۵۷ پلانونه طرحه او ترتیب کړي او ۳۱۸۱ ښاري سرغړونې یې هم په نښه کړې دي.