د پوهنې وزارت سرپرست د ترکیې هېواد علماوو له یوه پلاوي سره په افغانستان کې د ښوونیز نظام پر لا پیاوړتیا، باکیفیته ښوونیزو خدماتو چمتو کولو او د پوهنې نورو اداري مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ا.ا هڅه کوي چې له خپلو امکاناتو په استفادې د کرنې، صنعت، کانونو، اوبو مدیریت، سیمهیيز ترانزیټ او سوداګرۍ برخو کې لا ډېرې پروژې پيل اوعملي کړي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرحدي ولسوالۍ اټک کې د یوه ښوونځي د زدهکوونکو پر موټر د ناپېژاندو وسلهوالو ډزو کې دوې نجونې زدهکوونکې وژل شوې او د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۰ ماشومان یې د درملنې په موخه کابل ښار کې درېیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې امو لوبډلې مس عینک ته او بُست لوبډلې بیا سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له ازبکستان سره یې د هایدرو کاربن، اوسپنې او مسو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهليک لاسلیک کړی دی.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې یې ۳۰ نابینا مېرمنو ته د زدهکړو مرکز پرانیستی چې د زدهکړو ترڅنګ به دوه وخته خواړه او میاشتنۍ پیسې هم ورکول کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو کې نن له قرغيزستان سره لوبېږي.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د صحي معایناتو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد د دولت رییس، محمد بن زاید ال نهیان یې عیادت کړی دی.
د ننګرهار سيمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد کې د چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کرونیو ترمنځ ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
په غزني ښار کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو د جدولونو جوړولو او رنګولو چارې پيل شوې.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې او مراقبت او د ډېرو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د پستې ونو ډېر بار نیولی او هیلهمن دي چې ښه حاصلات راټول کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP