Language

د پاکستان پنجاب کې د یوه ښوونځي پر موټر برید کې اوو زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): د پاکستان د پنجاب ایالت په سرحدي ولسوالۍ اټک کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکو پر موټر ناپېژانده وسله‌والو ډزې کړې چې له امله یې دوه زده‌کوونکې وژل شوې او د پنځو زده‌کوونکو په ګډون شپږ کسان ټپیان دي.

بي‌بي‌سي د اټک ولسوالۍ د پوليسو ویاند له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سهار شاوخوا نهه بجې د چشتي‌کلا د غره په مربوطاتو کې ډيري‌کوټ کلي ته څېرمه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دغه بريد کې د ښوونځي موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، په پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو عمرونه د څلورو او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.

د راپور له مخې، بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

د یادولو ده چې تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

Related Topics