د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هرات کې ځایي مسوولین وايي، د هرات ښار د لسمې او څوارلسمې ناحیو مربوطاتو کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت یو دوه لینه سړک چې یو کیلومتر اوږدوالی لري، جوړ شو.
د غزني والي وايي چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې کاري فرصتونه برابرېږي.
راپورونه کاږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د اوکراین پلازمېنې کیېف ته رسېدلی دی.
د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، هيڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې کوښښ دې وشي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او څو کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.
رسنیو راپور ورکړی چې د نړۍ دویم لوی الماس د افریقا په سوېل بوتسوانا هېواد کې کشف شو.
هرات کې یوه خیریه بنسټ د دغه ولایت بېوزلو ځوانانو ته سل وړیا تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي.
بلخ کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په وطني او افغاني کلیو کې یې ۵۰۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
د عدلیې وزارت سرپرست د ترکیې د علماوو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ټول قوانین د الله (ج) له کتاب، د رسولالله (ص) له سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچینو تخریجېږي.
کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه به د همکاریو او اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP