مزارشریف (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): بلخ کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په وطني او افغاني کلیو کې یې ۵۰۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.

د بلخ د اراضۍ امر ولایتخان حاجي اغا وایي، د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ په وطني او افغاني کلیو کې شاوخوا ۵۰۰۰ دولتي ځمکه یې له غصبه راګرځولې او بیتالمال ته یې سپارلې ده.

هغه زیاتوي، په بلخ کې د غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره جریب غصبي ځمکه راګرځولې ده.

په همدې حال کې، د یادې ولسوالۍ د اراضي مدیر احمدالله احمدي د خلکو همکاري د دولتي ځمکو په راګرځولو کې مهمه بولي او زیاتوي چې د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کوي ټولې هغه ځمکې چې غصب شوې بېرته راوګرځوي.

بلخوا، د یادې سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي څو دغه ځمکه بېرته دوی ته په اجاره ورکړي.

هغه له مسوولینو غواړي څو یاده ځمکه د سیمې اوسېدونکو ته بېرته په اجاره ورکړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په یاده ولسوالي کې د ناصر خسرو بلخي په نوم یو ښارګوټی چې غصب او وېشل شوی و، له غصبه راوګرځول شو.