د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې څارویو ته د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
په غزني او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې له دوو موسسو سره یې د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د یاد وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د ننګرهار کانال رياست وايي، وروستيو ورښتونو او طبيعي افتونو د دې ادارې اړوند خرما بڼ ۹۸ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي، له حکومته غوښتنه کوي څو دغه بیه کنټرول کړي، بلخوا د هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې عامل رییس وایي، دا ستونزه به تر راتلونکو شلو ورځو پورې هواره شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوې جاپانۍ موسسې سره یې د ۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو ساتنه او مراقبت ترسره شي.
د اروزګان د چارچینو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې اوسني روغتیایي خدمتونه د دوی لپاره بسنه نهکوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنې وکړي.
د بلخ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات تر شاوخوا ۳۴ زره ټنه پورې اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي چې په ختیځ زون کې ۱۶۰۰ کسان د تلسیمیا پر ناروغې اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له ځوانانو د وینې او له حکومته د درملنې برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.
په غزني ولایت کې د ۱۲ لوبډلو د ۱۴۴ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
بادغېس کې یو شمېر کروندګر د خپلو خټکیو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې بیه یې ډېره ټیټه ده او په پلورلو سره یې نهشي کولای د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP