د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هلمند کې سیمهییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د کابل ښار په نولسمه ناحیه کې د ۱۴،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د وېنزویلا چارواکي وايي، درې امریکایان، دوه اسپانویان او د چک یو وګړی یې په دغه هېواد کې د بېثباتۍ او توطیې خپرولو په تور له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او بهرنیو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د سیمهییز پرمختګ او همکارۍ پر لور ګام دی.
د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي قراردادي شرکتونو په ۲۵ ميليونه افغانيو لګښت دوې رغنيزې پروژې پلې کېږي.
د پکتيا مرکزي زندان کې د زندانيانو د تفريح په موخه د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په ګډون مشاعره ترسره شوه.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې له ۵۱ کلپونو څخه د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.
د لوګر په برهکيبرک ولسوالۍ کې د شاوخوا شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، د افغان ترک لېسو ادارې له لوري د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه.
د خوست سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د ۷۴ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۵۲ زره ټنه پنبه له هېواده بهر صادره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP