ژبه

هلمند کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې

لښکرګاه ( پژواک ، ۲۶ وږی ۱۴۰۳ ) : هلمند کې سیمه‌ییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز  لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د  افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګي له لوري هر کال په ټول هېواد کې پیلېږي.

ده وویل، د یادو سیالیو څخه هدف د وزیر محمداکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو لپاره ښه استعدادونو انتخابول دي او دا لوبې نورو کلونو کې ۲۰ اووریزې وې خو سږ کال به ۵۰ اووریزه وي.

بلخوا بیا د هلمند  د کرکټ امر محمد ذاکر عمري وویل، هلمند انټرکلب سیالیو کې ۱۸ رسمي لوبډلو برخه اخیستې چې په درېیو ګروپونو وېشل شوي او هر ګروپ کي شپږ لوبډلي برخه لري.

ده وویل چې یادې لوبې به دوه میاشتې دوام وکړي.

ذاکر وایي، د دغو ټولو لوبډلو څخه بیا یوه منتخبه لوبډله جوړېږي چې د هېواد په کچه به ولایتي سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پیل کې لومړی لوبه د مجیب او سکون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د مجیب لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.