د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې ورځې باران او سېلابونو پر ۷۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.
د پکتیکا د سروبې ولسوالۍ د رباط سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې روغتیايي مرکز، لېسه او مخابراتي خدمتونه نشته چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ټایلنډ پولیس وايي چې په دغه هېواد کې د یوه ښوونځي موټر کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه، خو په سرپل او جوزجان کې د یادو مارکېټونو جوړولو طرحو د ارزونې لپاره کمېټې وټاکل شوې.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د یوه روغتیایي ټیم له لوري د لسګونو پرې شونډو ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت وايي، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې فرسټ کلاس سیالیو کې د پامیر لېجنډز لوبډلې لوبغاړي عثمان نوري د ۳۳۹ منډو په جوړولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، په تېره وږِي میاشت کې د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۳۱۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
کابینې د ښارجوړولو وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې چې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتياوو رامنځتهکولو په موخه يوه طرحه جوړه کړي څو خلک په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې په فاریاب ولایت کې پر یوې ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تښتې په جرم په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
پاکستاني چارواکو ویلي چې وسلهوالو د بلوچستان ایالت په پنجګور او موسیخېلو سیمو کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه اووه کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي.
د بلخ اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز مزارشریف او جوزجان ترمنځ سړک باندې له ډېرې ګڼهګونې شکایت کوي او د دغه سړک د دویم لاین جوړېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP