د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ترانسپورټ او مالیې وزارتونو او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د ځېرک قفل (جيپياېس لاکر) لګولو تړون لاسلیک او همدارنګه د پُستي کوډ او پُستي ادرسونو د پراختیا ملي پروګرام پیل شو.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او درېیو ولسوالیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې له مولوي امیرخان متقي سره لیدلي او ټينګار یې کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې زېرمې دې ازادې او له افغانستان سره تعامل باید له نورو چارو سره ونه تړل شي.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دغه هېواد په کازان ښار کې د برېکس جوړېدونکې ناستې ته د اسلامي امارت بلنه د برېکس د غړو هېوادونو له نظر سره تړلې خبره ده.
منځني ختیځ کې د کړکېچ په ډېرېدو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو اترو په موخه د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی دی.
خوست کې د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده.
رسنیو راپور ورکړی چې په هایتي کې د «ګرانګ ګریف» په نوم د یوې وسلهوالې ډلې د برید په پایله کې ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي، خو ایران کې دننه حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ د هلمند د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د دوولس ولسوالیو د سل پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله شپږ ځایي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP