پاراخ (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله شپږ ځایي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه پرون شپه اووهنیمې بجې د درې ولسوالۍ د عبداللهخېل سیمې په یوې مهمانخانه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه وروسته له پېښې سیمې ته رسېدلي او د پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
عقاب وویل چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن