د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د اسيا جام د مقدماتي سياليو په لړ کې فليپين ته ۸ پر صفر ماته ورکړه.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر لغمان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی، هېڅوک حق نه لري ښځې په بدو کې ورکړي او یا یې په نورو شرعي حقونو سترګې پټې کړي.
د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغان او قزاقي چارواکو ترمنځ ناسته وشوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوادګریزو اړيکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د هرات د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وايي چې د ښار له استوګنیزو ساحو د خښتو ټولې بټۍ د دغه ولایت زندهجان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۴۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغینزو پروژو چارې پيل شوې.
کابل کې د مس عینک کان د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو د ارزونې په موخه د جوړې شوې مشورتي ناستې ګډونوالو، له نړۍوالو معیارونو سره برابر د یاد کان پر استخراج او د هغه د منفي چاپېریالي اغېزو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې عمان ته په ماتې ورکولو سره د دغو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانيستل شو.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «اباسالي» سيمې اوسېدونکي وايي، له ډېرو لومړنیو خدمتونو بېبرخې دي او له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په سیمه کې هیڅ ډول پراختیایي پروژه نه ده پلې شوې.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نسناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.
هرات کې یو شمېر کروندګر د اندېښنې په څرګندولو وايي، سږ کال دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو له امله د کونځلو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP