Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او قزاقي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغان او قزاقي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

author avatar
21 Oct 2024 - 17:03
افغان او قزاقي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
author avatar
21 Oct 2024 - 17:03

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغان او قزاقي چارواکو ترمنځ ناسته وشوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوادګریزو اړيکو پر پراختیا خبرې وشوې.

افغان – قزاق ګډ نړۍوال نندارتون د څلورو ورځو لپاره د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شوی چې د افغان سوداګرو او متشبثینو له لوري په ۶۷ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات او تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه د روانې تلې په ۲۷مه د ۲۵۰ افغان سوداګرو او متشبثينو په ملتیا دغه هېواد ته تللی دی.

د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې قزاقستان هېواد ته د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل.

د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دغه ناسته کې ویلي، له شک پرته دغه ټولو پروګرامونه د دواړو هېوادو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي او د سوداګرۍ کچې د لوړولو، د پانګونې د جلب او جذب او د ګډې پانګونې، ترانزیتي چارو او د صادراتو د حمل او نقل، ترانسپورت، بانکي موضوعاتو، د روغتیایي ستونزو د حل په موخه فرصتونه برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.