Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې مسوولین: په ښار کې د خښتو ټولې بټۍ زنده‌جان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي

هرات کې مسوولین: په ښار کې د خښتو ټولې بټۍ زنده‌جان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي

author avatar
21 Oct 2024 - 16:46
هرات کې مسوولین: په ښار کې د خښتو ټولې بټۍ زنده‌جان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي
author avatar
21 Oct 2024 - 16:46

هرات (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د هرات د چاپېریال‌ساتنې ریاست مسوولین وايي چې د ښار له استوګنیزو ساحو د خښتو ټولې بټۍ د دغه ولایت زنده‌جان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي.

د هرات ولايت د چاپېريال‌ساتنې ادارې رییس حضرت‌علي ابدالي له خبریالانو سره خبرو کې وویل ‎چې په زنده‌جان ولسوالۍ کې د خښتو بټیو جوړولو لپاره وړانديز شوى ځای د دغه ولايت د سيمه‌ييزې ادارې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوى دى.

هغه زياته کړه، د خښتو د يو شمېر بټیو د فعاليت لپاره ټاکل شوى نوى ځاى له هرات ښاره ٣٠ تر ‎ ٣٥ کيلومتره لرې د زنده‌جان ولسوالۍ په ده‌سرخ کلي کې موقعيت لري او دغه اقدام د کرنيزو ځمکو او چاپېریال  ساتنې په موخه شوی دی.

د هغه په ​​خبره، په راتلونکو ورځو کې به د خښتو ټولو بټیو مالکان د فعاليت ځايونه غیراستوکنیزې او غیرکرنیزې سیمې، د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ته ولېږدوي.‎

په همدې حال کې، د هرات يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د چاپېريال ساتنې رياست له یاد اقدامه هرکلی کوي.

د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي سليمان نيایش پژواک ته وويل، د ښار په استوګنیزو سيمو کې د خښتو د بټیو شتون خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړې او د چاپېريال رياست له دغه اقدام خوښ دى.

هغه زیاته کړه، د ښار په هره سیمه کې نفوس ورځ تر بلې زیاتیږي اړتیا ده څو خلک له پاکې هوا استفاده وکړي او د چاپیریال ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال ‎په دغه ولایت کې د خښتو ۱۸۰ بټۍ فعالیت لري چې ډېری یې په کرنیزو ځمکو کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.