Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

پکتيا کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
21 Oct 2024 - 16:37
پکتيا کې د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
21 Oct 2024 - 16:37

ګردېز (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۴۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغینزو پروژو چارې پيل شوې.

د مسوولينو په وينا، د يادو پروژو لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له لوري ورکول کېږي.

د ګردېز ښاروال مولوي حبيب‌الرحمن منصور د يادو پروژو د پيل مراسمو کې وويل، په دغو پروژو کې په لومړۍ ناحیه کې ۱۳۵۰ متره پلې لارې، په دويمه ناحیه کې ۱۳۱۲ متره پلې لارې، د درېيمې ناحیې کوچي بازار کې ۹۵۰ متره د سړک غاړو ويالې او څلورمه ناحیه کې د ۸۳۲ متره په اوږدوالي د کانګريټي سړک او ۱۸۰ متره استنادي ديوال جوړول شامل دي.

هغه زياته کړه، يادې پروژې به په راتلونکي يوه مياشت کې بشپړې شي چې پر ټولو يې ۴۸۰ زره امريکايي ډالره لګښت راځي.

دغه راز، د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد بيا له مؤسسو او قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د پروژو د کار کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وويل که د هرې پروژې چارې بې‌کيفيته وي، دوی ته د منلو وړ نه دي.

ورته وخت کې، ګردېز ښاريان هم د يادو پروژو پيل ته خوښ دي.

د ګردېز ښار د لومړۍ ناحيې يوه اوسېدونکي سيد نذير منګل وويل چې د دې ډول پروژو پلې کېدل به ښاريانو ته اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ښار پراختيا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره دې د نورو پروژو پلې کېدو لپاره هم کار وکړي.

د ګردېز ښاروالۍ مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په دغه ولایت کې د ۲۸ پروژو پلې کولو ژمنه کړې چې تر اوسه د اتو پروژو چارې پيل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.