په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۱ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي چې د لوګر په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د کمپيوټر زدهکړې وړیا ښوونیز مرکزونه پرانيستي دي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام پلوی دی او «د بریټانیا حکومت په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د راپورونو له مخې، د غزې په شمال کې د کډوالو پر «جبالیا» پنډغالي د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
فیلیپینی چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ترامي» نومي توپان له امله تر اوسه لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته وسلهوال برید کې لس سرتېري وژل شوي دي.
د ځوانانو اسیا جام په روانو سیالیو کې نن د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) ملي لوبډله د هند له الف لوبډلې سره دویمه نیمه پایلوبه ترسره کوي.
له ازبکستان څخه کابل د علماوو راغلي پلاوي د رياستالوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا بللې او ویلي یې دي، هڅه کوي له رامنځته شوي فرصت غوره استفاده وکړي.
کابل کې د چین سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او راتلونکې ډسمبر میاشت به چین ته د افغانستان پر صادراتو مالیه هم معاف شي.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې او کابل کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په ټولو تشخیصیه برخو کې له ۵۰ تر۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP