د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست د هندوستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د پوهنې وزارت وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي او دیني مدرسو کانکور ازموینې لپاره نوملېکنه پیل شوه او فارغان کولای شي چې د روان کال د مرغومي میاشتې تر پایه نوملېکنه وکړي.
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست مسوولين وايي چې د هېواد په کچه لا هم په دولتي ښوونځيو کې شاوخوا ۵۰ زره ښوونکي د رشتو خلاف تدریس کوي.
غزني ښار کې د «کتاب واخلئ او کتاب پرېږدئ» تر سرلیک لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دوو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت غوریان ولسوالۍ کې شپږ کسان د ژویو او مرغانو د ناقانونه ښکار په تور نیول شوي دي.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
دوحه کې د افغانستان سفارت وايي چې د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د پروازونو په برخه کې هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د پکتیا په سیمهییز روغتون کې د نږدې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنیو پاملرنې څانګې یا (ICU) ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت د کانال شرکت له لوري د دغې ادارې اړوند پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو د نويو باغونو جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۷ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP