ګردېز (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست مسوولين وايي چې د هېواد په کچه لا هم په دولتي ښوونځيو کې شاوخوا ۵۰ زره ښوونکي د رشتو خلاف تدریس کوي.
د مسوولينو په وينا، د يادې ستونزې د حل او په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو مسلکي او علمي پياوړتيا لپاره د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختيا رياست په چوکاټ کې د ټول هېواد په کچه ۴۲۵۰ کسان ګومارل شوي څو ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې له ښوونکو سره د ظرفيت لوړونې برخه کې کار وکړي.
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا عمومي ریيس محمدابراهيم عمري نن په پکتیا کې د سوېلختيځ زون په کچه د ياد رياست په چوکاټ کې نوو ګومارل شوو کسانو ته د څلور ورځني سیمينار د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې د هېواد په کچه په ښوونځيو کې شاوخوا ۵۰ زره ښوونکي د رشتو خلاف تدريس کوي.
نوموړي زياته کړه: «د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست ايجادولو موخه دا ده چې موږ په ټول هېواد کې په ښوونځيو کې تقريباً ۵۰ زره ښوونکي خلاف د رشتې لرو او همداشان د ۳۰ زره په شاوخوا کې دوولسم پاس ښوونکي لرو نو همدا د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختيا رياست په ټول هېواد کې د يادې برنامې لپاره ۴۲۵۰ تنه ګومارلي چې په ټولو ولسواليو کې به ځانګړې کميټې ولري او ښوونځيو کې به له ښوونکو سره د مسلکي پياوړتيا او تدريسي مېتود ښهوالي برخو کې کار کوي.»
دغه راز، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا په چوکاټ کې يوه تازه ګومارل شوي کس نعمتالله شاکر پژواک ته وويل چې د ډېرو سيمو په ښوونځيو کې اوس هم دوولسم پاس ښوونکي تدریس کوي چې له تدريسي مېتود، کلني پلان او نورو برخو کې پوره بلدتيا نه لري.
هغه زياتوي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا په چوکاټ کې کسان به هر ښوونځي ته ورځي، له ښوونکو سره به د هغوی د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې برخه کې کار کوي.
د مسوولينو په وينا، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست په چوکاټ کې ټول ليسانس کسان ګومارل شوي دي.