د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې چین د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.
د کورنيو چارو سرپرست وزير په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان د بل هر وخت په پرتله ښه لوري ته روان دی او د افغانانو ترمنځ یووالي ورځ تر بلې ټینګېږي.
د افغانستان د کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه سازمان په افغانستان کې د بېړنیو پروژو سربېره، لویې پرمختیايي پروژې هم پلې کړي.
د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین د امیندوارۍ پر مهال پاملرنه مهمه بولي او وايي، په دغه دوره کې د ډاکټر تر څارنې لاندې پاتې کېدل د جنین د سقط، له وخت مخکې د زیږونونو او د مور او ماشوم د مړینې د احتمالي خطرونو مخنیوی کوي.
د پنجشېر مسولین وايي، ټاکل شوې چې د عامې روغتیا وزارت د دغه ولایت په دره، لومړۍحصه او پریان ولسوالیو کې یو – یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د زدهکړو پر پراختیا او متوازن انکشاف د ټینګار سربېره ویلي، د مدرسو زدهکوونکي باید د دیني زدهکړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سمبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړل، د اتو پروژو قراردادونه تعدیل او د څلورو پروژو قراردادونه لغوه شول.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو مياشتو کې د افغانستان په کچه لس میلیارده او ۴۰۹ میلیون افغانۍ کونډو، يتيمانو او معلولينو ته د بانکي سیسټم له لارې وېشل شوې دي.
د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت سرپرست فراه ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي نظام له امر باالمعروف او نهی عنالمنکر پرته نشي بشپړېدای او له خلکو یې غوښتي څو دې برخه کې د منفي تبلیغاتو ښکار نشي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او پاکستان دې په کور دننه خپلو کورنیو ستونزو ته حل لار ولټوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ملګرو ملتونو غوښتي څو هڅه وکړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دغه ولایت مختلفو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله يو کس مړ شوی او سلګونه جريب فصلونه له منځه تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP