د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې امنیتي منسوبینو د ځنګلي ونو د خپلسرې وهنې په تړاو پنځه کسان نيولي دي.
د لوګر ولایت امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ له «کډوالو ښارګوټي» څخه تښتولی شوی کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د فاریاب د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ «تګاب هیرک» لېسې ته وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه خیریه بنسټ له لوري او د خلکو په مرسته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ساحلي فوټبال غورهلیګ سیالیو په لړ کې نن امید افغان لوبډلې همدرد ځوانانو ته او رامکي لوبډلې بیا د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه زره جریب کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله یوه ښځه او یو سړی مړه شوي دي.
اروزګان کې یو شمېر خلک وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې لا هم د تېرو جګړو ناچاوده توکي او ماینونو پاتې چې له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت وايي، پر یوه مهالوېش کار روان دی چې له مخې به یې په منظم ډول ښاریانو ته برېښنا ووېشل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
په افغانستان د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په بلخ ولایت کې د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان کې د روان وضعیت له امله، نن (دوشنبه) رخصت دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP