د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۸۱۹ ټنه اټکل شوي او په دې موده کې پر ۳۹۰ جریب ځمکه د املوکو نور باغونه هم جوړ شوي دي.
د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ویلي چې افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د لېږد لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه غونډه وشوه.
د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.
ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په یحییخېلو ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کابل پوهنتون له لوري د کندهار د کرنیزو علومو ملي پوهنتون کې نن «د افغانستان ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنی نړۍوال کنفرانس پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د یونېسکو سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د نهو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې چې سل زره امریکايي ډالره لګښت ورباندې راځي.
د ژمي له رارسېدو سره هممهاله په هرات کې یو شمېر داخلي بېځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال د ژوند لومړنیو امکاناتو له کموالي شکایت لري او له حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو غوښتنه کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په لړم میاشت کې یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ټاکل شوې د دغه وزارت سرپرست د «حلال استانبول» نندارتون کې د ګډون په موخه سبا ترکیې ته ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP