Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمري: افغانستان د سیمی امنیت او سولې ته ژمن دی

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ویلي چې افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت لومړي مرستیال او کفیل محمدنبي عمري د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي یو شیایو یونګ او کابل کې د چین سفیر جام شینګ او مل پلاوي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په هېواد کې په سرتاسري امنیت خوښي وښوده او د اسلامي امارت له مسوولینو یې مننه وکړه چې خپلو هېوادوالو ته یې په بې‌ساري ډول امنیت ټينګ کړی دی.

یاد وزارت لیکلي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دغه لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د چین هېواد له اوږمهاله همکارۍ مننه وکړه.

عمري ویلي: «د اسلامي امارت سیاست د درناوي او د دوه اړخېزه اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او په راتلونکي کې هم افغانستان د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.