مسوولین وایي چې په غزني او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي او هيڅ د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی نه ساتي.
وروسته له هغه چې د فرانسې له پارلمانه لومړيوزیر میشل بارنیه د باور رایې ترلاسه نه کړې، د دغه هېواد ولسمشر وايي، راتلونکو ورځو کې به د خپل هېواد لپاره نوی لومړیوزیر وټاکي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د شبرغان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی صادق خان د اصف دراني پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بدخشان ولایت ته د د خپل سفر په ترڅ کې د کاني توکو د قاچاق پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې هېچاته به په غیرقانوني توګه د کانونو د کېندلو اجازه ور نه کړي.
د غزني ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له لوري په دغه ولایت کې ۲۱زره او ۱۰۰ ګروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ پراختیايي او بیارغونې پروژو چارې پيل شوې.
د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ودانیو له ډلې یوازې د پرچمن ولسوالۍ ودانۍ روغه پاتې ده، د نورو ولسوالیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله یا بشپړې او یا هم نیمې ویجاړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP