کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست د هندوستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه خبر پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد تېره روځ په خپل کاري دفتر کې د هند له یوه پلاوي سره چې مشري یې د هند د بهرنیو چارو وزارت د PAI چارو مرستیال «جی پي سینګ» کوله، لیدلي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره یې خپله علاقه څرګنده کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP