کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي چې د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حقاني دغه څرګندونې د پکتیکا له یو شمېر علماوو او سپینږیرو سره په لیدنه کې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې یادو علماوو او سپینږیرو پکتیکا ته د مخابراتي خدمتونو پراخولو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې له کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او ګڼې سیمې یې لا هم له دغو خدمتونو بېبرخې دي.
سرچینه زیاتوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په دې لیدنه کې وویل، د یاد وزارت اترا ادارې د پکتیکا په یو شمېر سیمو کې ۲۵ نوي مخابراتي سایټونه په نظر کې نیولي دي.
حقاني ویلي، دغه وزارت د هېواد هغه محرومې سیمې چې تر دې دمه هيڅ مخابراتي خدمتونه نه دي ور رسېدلي، ۴۵۰ مخابراتي سایټونه د قرارداد له مخې او دغه راز له ۵۰ ډېر مخابراتي انټنونه د واحدې منبع له مخې په نظر کې نیولي چې له مخې به یې د هېواد ډېری سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن