کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار ۲۲مه ناحیه کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ټولنیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه د ۲۲مې ناحیې اړوند د نهم ب ګذر په قلعه محسن او د لسم ګذر په اتفاق پایین ساحو کې د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې، له ښاري اسانتیاوو د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو هواري په موخه به ورته نورې پروژې هم پلې کړي څو ښاریانو ته ټولنیزې او ښاري اسانتیاوې برابرې شي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په نهم ب ګذر کې سړک ۵۰۰ متره اوږدوالی او شپږ متره سور او په لسم ګذر کې سړک ۱۴۳۵ متره اوږدوالی او له څلور تر پنځو مترو پورې سور لري.
د سرچینې په حواله، دغه دوه فرعي سړکونه د څلورو کوچنیو پلونو او لښتیو په ګډون د کانکرېټ په کارولو سره د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته جوړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن