د مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بانک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مالي خدماتو پراختیا ته ژمن دی څو ټول هېوادوال یو شان له دغو خدمتونو برخمن شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودجه په واک کې ورکړې او د هېواد پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي.
د پاسپورټ ریاست له خوا په کابل ښار کې د پاسپورټ وېش درې نورې څانګې پرانیستل شوې او خلک د یاد ریاست دغه اقدام ستایي.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت اته رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته بېلابېل ډول موټر او نور توکي ورکړي او دا د هغې ۱۰۰ میلیون مرستې برخه ده چې ژمنه یې کړې وه.
د فراه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنار او بنګو لسګونه جریب کښتونه او نږدې ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
په اروزګان او کندهار ولایتونو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه زوم په ګډون څلور کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل – جلالاباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې د مکروریانو له څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تېر حکومت له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې پر ټولو بهرمېشتو افغانانوغږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته دې د «عزت او سکونت» ژوند تېر کړي.
د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو په موخه سبا د کابل ښار په دارالامان، قلعهزمان خان او تنګي ترهخېل ساحو کې د پاسپورټ د وېش درې نوې څانګې پرانیزي.
د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان پهکې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو ملکي وګړی په ډزو وژل شوی دی.