د ترافیکو عمومي ریاست پر یوه موټرسایکل له دوو د ډېرو کسانو پر سپرېدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې موټرسایکلچلوونکي باید اسناد، لایسنس او محافظتي خولۍ ولري.
د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه پیل شول.
د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش او دولتاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د امارت مشرتابه په کندهار کې د امنیتي ارګانونو له چارواکو سره کتلي، د هغوی هڅې یې ستایلې او په بېلابېلو برخو کې یې سپارښتنې ورته کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وايي چې دوی خپل اختلافونه د رایو په صندوقونو کې حل کوي.
د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېرو څلورو میاشتو کې یې څه کم ۹۰ زره کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او له منځه وړي او دغه راز په دې تړاو ۸۴ کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د وزارتونو له ویاندویانو سره په غونډه کې ویلي، ویاندویان باید خپل فکر او جذبه د پالیسۍ تابع کړي، نه دا چي پالیسي د فکر او جذبې تابع وګرځوي.
د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د امر بالمعروف وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې، خو د ا.ا ویاند وایي، دغه اندېښنې بېځایه دي، د ټولو اتباعو حقونه ورکړل شوي او افغانستان دې د یوې مسلمانې ټولنې په توګه وارزول شي.
د افغانستان بانک وايي چې په کابل کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولې دي.